څه ډول یوه مظاهره په لار واچوو

د افغانانو د ایستلو د پروسې درول آسان کار نده، شاید هم د امکان نه بهر اوسې. او یا هم شاید یوڅه وخت ته ضرورت ولري، اما ترڅو چی مونږ لاس په کار نشو، هیڅ تغیر شاید رامنځته نشي. د تغیر د راوستلو لپاره ضروري ده ترڅو سرکونو ته لاړ شو او یوځای خپل غږ پورته کړو او احتجاج وکړو.

د مظاهرو په لاره اچوول ددی لاندی دلایلو پراساس ډیر مهم دي:

  • مظاهرې خلک سره نږدې کوي. تاسو ته د یودبل سره د نظرونو د تبادل او د انګیزی د اخیستو فرصت درکوي. او ترټولو مهمه داده چی تاسوته د ګډون کولو موقع برابروي.
  • مظاهرې د رسنیو توجه ځان ته جذبوي او د خواله په رسنیو کی نور هم زیات پری بحث کیږي.
  • د خلکو د غږ د اوریدو لپاره، دا یوه آسانه لاره ده ترڅو د هرهغه مشکل او کیس لپاره چی راولاړ شوی دي، د حل لاره پیدا کړي.
  • دا د ګروپونو د جوړولو او نوو لارو چارو د زدکړو لپاره یو ښه فرصت ده ترڅو د دا ډول مظاهرو په لاره اچولو او د خپلو هدفونو د روښانه کولو لپاره کار وکړو.

د مظاهرو په لاره اچول شاید ستاسو په نظر یو ګران کار وي او شاید فکر وکړۍ ډیر وخت به مو ونیسي، اما داسی میتودونه او طریقی شته چی تاسو په کم وخت کی مؤثرې مظاهرې جوړولی شۍ:

  • ګډ کار وکړۍ: د نورو سره ګډ کار کوول ډیر مؤثر ده نسبت دی ته چی په یواځی ځان کار وکړۍ.
  • د مظاهرې ډول: کله مو چی تضمیم ونیو ترڅو مظاهرې ترسره کړۍ، لمړی انتخاب مو باید دا وي چی څه ډول خپله مظاهره شروع کوۍ. په زیاتره حالاتو کی خلک پر سرکونو مارش کوي. پر سرکونو مارش کول کیدی شي د ډیرو خلکو لخوا ولیدل شي نسبت دی ته چی په یوه ځای کی سره راغونډ شۍ.
  • خوندیتوب: په مظاهره کی د ټولو ګډونوالو د خوندیتوب لپاره، لازم ده چی څو کسه رضاکاران وټاکۍ ترڅو د مظاهری له شروع تر پایه خلکو ته لارښوونه وکړې او د مخالفی مظاهرې په صورت کی خلک آرام وساتي.
  • د مسئولو ارګانونو خبرول: لکه څنګه چی د هر هیواد او بیا هر ښار په قوانینو کی یوڅه توپیر وي، په زیاتره حالاتو کی د مسئولو ارګانونو خبرول او د ښاروالي او د امنیتی مسئولینو اجازه اړینه وي. په اکثره حالاتو کی تاسو ته د مظاهرو اجازه درکوي او د مظاهرو په جریان کی ستاسو د امنیت د خوندیتوب لپاره شاید اضافي پولیس هم درولیږي.
  • د مظاهرې لار: داسې لارې انتخاب کړۍ چی ګڼ او ګوڼه پکې زیاته وي، ترڅو د ډیرو خلکو توجه ځان ته راواړوۍ.
  • محلي شبکې راوغواړۍ: ددی لپاره چی د ګډونوالو شمیر مو زیات شي، اړینه ده چی محلی شبکې چی ستاسو د موخو سره همغږي فعالیتونه کوي، هم راواغواړۍ.
  • رسنۍ: د لازیاتې توجه د جذب لپاره، لازمه ده چی محلي رسنۍ هم خبرې کړۍ

د مظاهرې په جریان کی ستاسو رول:

  • هغه ویناوال چی غواړۍ خبرې وکړي، دعوت کړۍ: هغه کسان چی ویناوې کوي، مهم دي. رضاکاران، افغان کډوال او یا د هغوی دوستان، او یا هم د محلی حزبونو غړي راواغواړۍ ترڅو ویناوې وکړي. اما ټولې ویناوي باید ستاسو د مظاهرې په اړوند وي، نه تبلیغاتي ویناوې،
  • یوه روښانه تګلاره جوړه کړۍ: یو روښانه مهالویش جوړ کړۍ، باید پکی روښانه شوی وي چی په څو بجو مظاهره شروع کیږي، څومره دوام کوي او څومره وخت هر ویناوال ته باید ورکړل شي.
  • کوشش وکړۍ یو سپیکر ولرۍ: شاید ستاسو په مظاهره کی د ګډونوالو شمیر زیات وي او غالمغال هم زیات وي، نو ښه به داوي چی د یوه سپیکر څخه په ګټې اخیستې سره ستاسو غږ ټولو ګډونوالو ته په ښه توګه ورسیږي.
  • بینرونه جوړ کړۍ: بینر او فلایر په آسانۍ سره د خلکو په منځ کی ویشل کیدای شي او د لا زیاتو خلکو د خبرولو سبب کیږي.
  • د خواله رسنۍ: د خواله د رسنیو څخه په ګټې اخیستې سره، کوشش وکړۍ زیات خلک د مظاهری له شتون څخه خبر کړۍ.

په یاد ولرۍ چی زمونږ مظاهره یوه سولییزه او له تاوتریخوالي پرته مظاهره ده، حتی د مخالفې مظاهرې په صورت کی هم آرامه اوسۍ