څنګه ونډه واخلو
عالی ده چی تاسو غواړۍ ونډه واخلۍ! ترټولو د مخه زمونږ د فیسبوک ګروپ غړي شۍ او وروسته دا لاندې ترسره کړۍ
که چیرې تاسو غواړۍ په خپل ښارکې مظاهره په لاره واچوۍ، نو دا لاندې ګامونه پورته کړۍ
- ددی لینک له لارې یو ګڼون یا خساب ځان ته جوړ کړۍ او د ایمیل له لاری یی تصدیق کړۍ
- تر هغه وروسته زمونږ پاڼې ته ددی لینک له لارې ننوځۍ او add an event باند کلیک وکړۍ.
- د خپلی مظاهرې په اړه معلومات ولیکۍ او له خلکو وغواړۍ ترڅو تاسو سره یوځای شي
- د لا نورو معلوماتو لپاره زمونږ سره ددی لینک له لارې په تماس کی شۍ
زه غواړم د مظاهرې په جوړولو کی مرسته وکړم
که چیرته ستاسو په ښارکې واردمخه د مظاهرې جوړولو ترتیبات نیول شوي وي، او تاسو غواړۍ مرسته وکړۍ او یا د نورو سره یوځای شۍ نو:
- د پاڼې د مظاهرو برخې ته لاړ شۍ
- هلته په خپل ښار باندې کلیک وکړۍ او د مظاهرې د جوړوونکي سره د تماس نیولو معلومات ترلاسه کړۍ
- په محلي ګروپ کی هم معلومات ترلاسه کولی شۍ
زه غواړم ونډه واخلم
ډیرښه! په خپل ښار کی مظاهره ولټوۍ او په تعین شوي وخت او ځای کی حاضر اوسۍ