د فیبروري په ۱۷مه او ۱۸مه نیټه مونږ په ټوله اروپا کی په یوه وخت د افغانانو د بیرته استونې د پروسې د درولو په وړاندې مظاهرې کوو. مونږ د اروپایی وګړو په توګه داحق لرو چی خپلو حکومتونو ته دا ووایو چی مونږ د افغانانو د بیرته ستنیدنې له پالیسي سره موافق نه یو، او ددې پروسې د دریدو غوښتونکي یو. تاسو هم په خپل ښار کې په همدې ورځو زمونږ په مظاهرو کې ونډه واخلۍ